14 Hazara passengers killed by Iran MOIS in Ghor in name of Taliban

Channel: TheAbdaliBacha

197,263

TIP: Right-click and select "Save link as.." to download video

Initializing link download... Initializing link download.....

At least 14 people killed as Iran MOIS's Tajik gunmen intercept minibuses travelling through central Afghanistan. Paul Chapman reports

غور ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو ۱۴ولسي وګړي وژلي دي.
د غور ولایت چارواکي وايي چې وسلوالود غور ولایت مرکز چغچران څخه ۲۵ کیلومتره لرې درې مسافر وړونکي فلاینګ کوچونه درولي، ۱۴ مسافر یې ترې کوز کړي او وژلي دي.
د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې وسله والو درې مسافر وړونکي فلاینګ کوچونه موټر د شپې درولي او د تذکرو له لیدلو وروسته یې ۱۵ کسان ترې کوز کړي او وژلي دي.
د خطیبي په وینا په وژل شوو کسانو کې ۲ ماشومان، ۳ښځې او ۹ نارینه دي. خطیبي وايي چې وژل شوي کسانو د غور ولایت د مرکز څخه د لعل سرجنګل ولسوالۍ په لورې تلل.
د نوموړي په وینا وسلوالو دوی راښکته کړي، د سرک پر سر يې په کتار درولي او بیا یې ویشتلي دي.
چارواکي وايي چې یو تن په تېښته بریالی شویدی.
په وژل شوو کسانو کې د غور ولایت د والي مشاور هم شامل دی.
د پېښې مسئولیت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخېستی